په انشقاقي ریکتورونو کې د پرمختللو هستوي سون توکو پرتله ییزه ارزونه
Keywords:
حرارتی لېږد وړتیا, تحمل پذیره سون توکي, تریزو، توریوم, هستوي سون توکيAbstract
لنډیز
هستوي انرژي د ۷۳٪ بېکاربنه برېښنا د تولید د یوې بنسټیزې سرچینې په توګه ځانګړی علمي اهمیت درلود. څرنګه چې دودیزو اکسایډي سونتوکو وړانګو له امله د خپل حرارتي لېږد وړتیا ۷۰٪ له لاسه ورکوله او د مرکز د ویلې کېدو خطر یې زیات وه، نو دا څېړنه د خوندیتوب لوړولو لپاره طرحه شوې وه. اساسي هدف د یورانیم، توریوم او تریزو سونتوکو ځانګړتیاوو پرتله ییز تحلیل ده، ترڅو د ریکټور محاسباتي ننګونې حل کړي. څېړنه د پرتله ییز- مروري میتود ترسره شوه چې پکې ټول معلومات له ثانوي سرچینو او د IAEA راپورونو څخه په سیستماتیک ډول راټول شول.
موندنو په ډاګه وښودله چې توریوم د ۳۳۹۰ سانتي ګراد درجو د ویلې کېدو خورا لوړ ټکي او غوره هادیت لرلو سره حرارتي ثبات زیات کړ او لس چنده کم درانه اکټینایډونه یې تولید کړل. ثابته شوه چې د سیلیکون کاربایډ پرمختللو کالډینګونو(محافظتي وسایلو) تر ۱۷۰۰ درجوسانتي ګراد پورې خپل میخانیکي ثبات وساته او په سختو شرایطو کې یې د هایډروجن چاودېدونکی تولید نږدې صفر کړ. د محاسباتو په برخه کې، د ماشین زده کړې او ډیپ نیورل شبکو د پرمختللو سونتوکو پېچلې محاسباتي ننګونې په دقیق ډول حل کړې. په پای کې، دې څېړنې ثابته کړه چې د توریوم، حادثې ضد کالډینګونو او تریزو ترکیب نه یوازې د فوکوشیما په څېر د سختو پېښو خطر له منځه یووړ، بلکې هستوي انرژي یې بیا په یوه خوندي او نه خپرېدونکې سرچینې بدله کړه چې د اقلیمي بدلون په مدیریت کې یې بنسټیز رول په بریالیتوب ولوباوه.