د پرمختللو انشقاقي ریکتورونو د ساختماني ډیزاینونو مقایسوي ارزونه
Keywords:
ماډلر ساختمان, نیوټروني, پړسوب, حرارتي شاک, اقتصادي موثریتAbstract
لنډیز
په وروستیو لسیزو کې د پاکې انرژۍ د اړتیا ډېرېدو او د کاربن اخراج کمولو په موخه، نړۍ د دریم پلس او څلورم نسل پرمختللو انشقاقي ریکتورونو لکه (SMRs) او (AHTR) ته پاملرنه زیاته کړې ده. د دې څېړنې اصلي موخه د دغو پرمختللو ریکتورونو د ساختماني ډیزاینونو، په ځانګړي ډول د اتموسفیر په فشار کې د نریو دیوالونو کارول، د وړانګو په وړاندې د موادو د مقاومت او د غیر فعالو خوندیتوب سیسټمونو د اعتبار او موثریت هر اړخیزه مقایسوي ارزونه ده. دغه څېړنه د پرمختللو هستوي ټکنالوژیو فزیکي او تخنیکي اړخونه تحلیلوي ترڅو د انرژۍ د پایښت لپاره غوره حل لارې په نښه کړي.
دا څېړنه د مروري او مقایسوي میتود پر بنسټ ترسره شوې، چې معلومات یې له معتبرو نړیوالو مقالو او د اتومي انرژۍ د نړیوال اژانس (IAEA) له معیارونو څخه راټول شوي دي. موندنې ښيي چې ماډلر ساختمان او په فابریکه کې د پرزو جوړول د (1-3-8) قاعدې۱ له مخې لګښتونه او د جوړولو وخت په بې ساري ډول راکموي. د (AHTR) ریکتور (45%) لوړ حرارتي موثریت لري او غیر فعال سیسټمونه یې د طبیعي قواوو لکه جاذبې او طبیعي جریان په واسطه تر (72) ساعتونو پورې پرته له انساني مداخلې خوندیتوب یقیني کوي. همدارنګه، موندنو ثابته کړه چې مارټینسیټیک سټیلونه لکه (HT-9) او (EP-450) د نیوټروني پړسوب په وړاندې لوړ مقاومت لري چې د ریکتور عمر تر (60) کلونو پورې غځوي.
د څېړنې پایلې دا په ډاګه کوي چې د ریکتور د فشار لرونکي لوښي (RPV) بشپړتیا د فشار لرونکي حرارتي شاک پر مهال د حرارتي پروسې (Annealing) په واسطه رغول کېدی شي ترڅو د ساختمان د نړېدو مخه ونیول شي. که څه هم پرمختللي ریکتورونه په پیل کې لوړې پانګونې ته اړتیا لري، مګر د دوی لوړ موثریت او ساده ساختمان په اوږدمهاله کې د برېښنا وروستی لګښت (LCOE) راکموي. په پای کې ویلی شو چې د ساختماني ډیزاینونو ساده کول، د وړانګو په وړاندې د نویو مقاومو موادو کارول او د غیر فعالو سیسټمونو ادغام هستوي انرژي د چاپیریال ساتنې او د انرژۍ د ډاډمن تامین لپاره تر ټولو غوره او سیالي کوونکې حل لاره ګرځوي.