د بلخاب ډبرو سکارو د کیفیت ارزونه
Keywords:
کیفیت, ایره, انرژي, کاربن, نورم او ستندردAbstract
لنډیز
په ورستیو پیړیو کې نړیوال د بریښنا د تولید لپاره پرله پسي کوښښونه کوي ترڅو د خپل صنعت د لاښه ودې او د ژوند اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې بریالي واوسي، د انرژي دا اخیر بحران چې په نړۍ راغلي ټول محققین په دي تلاش کې دي چې دا بحران مدیریت کړي، په برازیل هیواد کې د بریښنا تولید 70% له اوبو څخه لاسته راوړي، چې زموږ هیواد کې هم کولای شو له اوبو څخه په زیاته اندازه بریښنا تر لاسه کړو، د خوښې ځای ده چې موږ په زیاته اندازه ډبرو سکاره هم لرو چې له دغه منبع څخه په ګټه اخیستني سره هم کولای شو انرژي لاسته راوړو.
لکه څرنګه چې د ډبرو سکاره(coal) د انرژي په تامین کې بنسټيز رول لوبوي او همداراز د ډبرو سکاره په نني معاصر ژوند او تخنیک کې د بشریت د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولواو په میتالورژي کې د کوکسو د تولید لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، د ډبرو سکاره په ټوله کې د یو هیواد ملي اقتصاد د ښه کیدو سبب ګرځي او د تخنیک او تکنالوژي څرخ په حرکت راولي دا چې د ډبرو سکاره یو معدني ماده ده او پیچلي ترکیب لري، په همدي بنیاد د ډبرو سکارو په کیمیاوي او فزیکي ځانګړنو پوهیدل اړینه موضوع ده.
د بلخاب د ډبرو سکارو دکیفیت ارزونه دقیق ټاکل اغیزناک علمي او اقتصادي امکانات په لاس راوړي، د ډبرو سکارو لوړ کیفیت (Quality) د هیواد په اقتصاد، تخنیکي برخه او چاپيریال ساتنه مثبته اغیزه درلودلاي شي.
په ټوله کې ویلاي شو چې د ډبرو سکاره فزیکي او کیمیاوي ځانګړتیاوو ټاکل یوه مهمه مسئله ده تر هغه چې زموږ د کوردننه تولیدي ډبروسکاره او د هیواد څخه بهر واردیدونکي سکاره کیفیت د نورم او ستندرد مطابق ونه ټاکل شي هیواد ټیکاو له بحران سره مخامخ کوي.