د ډیزلو پرکیفیت باندې د جرقې نقطې د اغېزې په اړه څیړنه

Authors

  • نامزدپوهنیارمحب الله وصال Author
  • پوهاند دوکتوراسرارالدین گلزاد Author

Keywords:

سیتان نمبر, تصفیه, لزجیت, ډیزل, د جرقي نقطه

Abstract

لنډیز

د جرقې نقطه(Flash Point) توصیفي مشخصه ده چې په سټنډرډ شرایطو کې د تودوخې تر ټولو هغه ټیټه درجه ده چې په هغه کې نفتي محصول له هوا سره داسې یو انفجاري مخلوط جوړ کړي چې که د اور لمبه ور نږدې شي، یو پړق وکړي داسې؛ چې تر پینځه(5 Sec) ثانیې کم وي. د جرقې نقطه د نمونې توصیف کوي او ښیي چې دغه مایع نفتي محصول د اور اخیستې خاصیت په کوم حد کې دی. د ډیزل کیفیت د فلش پائنټ سره نږدې اړیکه لري. دغه پارامتر نه یوازې د ډیزلو د سوځیدو پرمهال د انجن د اور اخیستنی او ساتنی لپاره ضروری دی، بلکې د موټرونو د انجن په فعالیت، چاپیریال او د سون توکو په مصرف کې هم مهم رول لري. لوړ فلش پائنټ معمولاً د ډیر ثبات او کم مصرف نښه ده، خو کېدای شي په سړه هوا کې د موټرد ژر نه چالاندیدو او د موټر د ستونزو لامل شي. په دې مقاله کې به د فلش پائنټ د اغیزو په اړه د ډیزلو کیمیاوي ترکیب، د سوځیدو اغیزه، چاپیریال، د جرقی د نقطی د اندازه کولو لاری، تاریخچه  او صنعتي معیارونه په نظر کی نیول سوي دی.

Downloads

Published

2026-08-29