د ښاریانو د تجربو له مخې د ښار د فاضله اوبو د بد بوی او ککړتیا د اغیزو ارزونه

Authors

  • نوماند پوهنیارمحب الله مهجور Author
  • پوهندوی دوکتورعلی رضا نوری Author
  • ضاالحق کریمی Author
  • وصیل جان ابراهیم خیل Author
  • عبدالمجید یوسفزاده Author

Keywords:

ککړتیا, کابل, فاضله اوبه, ښاریان, بد بوی

Abstract

لنډیز

په ښار کې  فاضله اوبه د کورنو، صنعتي سیمو روغتونونو او اړونده نورو تاسیساتو څخه منځته راځي. دغه فاضله اوبه د محیط د ککړتیا سربیره بد بوی هم له ځان سره لري، چې له امله یې د ښار ښکلا او راحتي هم اغیزمنیږي. سربیره پر دې د دې فافضلابو له امله ځینې روغتیایي ستونزې هم منځته راځي. د همدې ستونزو په پام کې نیولو سره د دغې څیړنې په وسیله د کابل ښار د فاضله اوبو د بد بوی، ککړتیا او اړوندو اغیزو په هکله د ښاریانو نظرونه او تجربې د یو سیستماتیک پوښتنلیک د ویشلو په اساس اروزل شوې دي. د څیړنې ګډونوال د ښار له بیلا بیلو برخو څخه وټاکل شول، تر څو دغه څیړنه د کابل ښار نماینده ګي وکړي .د دې څیړنې پایلو روښانه کړه چې چې زیاتره ګډونوالو د چاپېریال دککړتیا، د فاضله اوبو د ضعیف مدیریت، د ککړي هوا له امله د روغتیایي ستونزو،  په غیر منظم ډول دکثافاتو سوځولو او عامه پوهاوي د نشتون په اړه زیاته همغږي لري. د ښاریانو تجربې او احساسات بیانوي چې د فاضله اوبو بد بوی او څښاک اوبو ککړتیا د خلکو ورځنی ژوند په ښکاره ډول اغېزمن کړی دی. ښاریان د ښار د کثافاتو راټولو د اوسني سیستم څخه ناراضه دي او د ښاروالي هڅې په دې برخه کې کمزوري او حتی په نشت حسابوي.په همدې اساس ښاریان د فاضله اوبو له امله روغتیایي، اقتصادي او د ژوند ناراحتي ستونزې لري، خو د اغیزو شدت یې توپیر لري. ښاریان  د فاضله اوبو د ککړتیا د کمولو لپاره د دولت، ښاروالي او ښاریانو د يوځای کار کولو لپاره نږدې یو شان نظرونه لري، همدارنګه  دښوونیزو ادارو لکه ښوونځي او پوهنتونونه په اساس د عامه پوهاوي د رامنځته کولو او ښاروالي سیستم د عصري کیدو اړتیا هم تائید شوې ده. د کورنیو له خوا د خپل کور د فاضلابو د سم مدیریت کولو وړاندیز په لوړه کچه همغږي لري. خو له بده مرغه د ښاریانو له خوا د ښار د فاضله اوبو د ښه مدیریت لپاره د ښاریانو مالي مرسته منفي اروزل شوې ده.

 د کابل ښار د فاضله اوبو د بدبوی، ککړتیا او اغیزو ازورنه له مهمو اړتیاو څخه ده دغې څیړنې د دې ښار د فاضلابو لپاره د ښاریانو د درک او تجربو له مخې دغه ارزونه ترسره کړه او یادو ستونزو ته یې مناسبې لارې روښانه کړې دي.

Downloads

Published

2026-08-29