په نويو ميتودونو د بنزين فزيکی – کيمياوی ځانگړتياوو ټاکل او د هغه ارزښت
Keywords:
ETBE, CFR, Gum Content, اکسيديشنې ثبات, اکتانې عدد, نورم او سټنډرډ, کيفيت, بنزينAbstract
لنډيز
څرنگه چی بنزين (Benzene) د انرژی په تامين کې بنسټيز رول لوبوی او همدارنگه بنزين په نفتی – کيمياوی سنتيز (Synthesis) کې د بيلابيلو محصولاتو لپاره اومه او لومړنې مواد گڼل کيږی. د بنزين او نفتی محصولاتو توليد په ټوله کې د يو هيواد ملی اقتصاد د ښه کيدو سبب گرځی او د تخنيک او تکنالوژې څرخ په حرکت راولی، دا چې بنزين يو پيچلې (Complex) نفتی فرکشن دی او د هغه په ترکيب کې زيات شمير کيمياوی ترکيبونه شتون لری، نو ځکه د بنزين په ټولو فزيکی – کيمياوی ځانگړتياوو پوهيدل اړينه موضوع ده.
په نويو ميتودونو د بنزين (Benzene) د فزيکی – کيمياوی ځانگړتياوو دقيق ټاکل اغيزناک علمی او اقتصادی امکانات برابروی، د بنزين لوړ کيفيت زموږ د ژوند چاپيريال د بيلابيلو ستونزو څخه ژغوري، چې د هيواد په اقتصاد، تخنيکی برخه او چاپيريال ساتنه مثبت اغيز درلودلايی شې.
که په هيواد کې د لوړ کيفيت بنزينو د لاسته راوړلو لپاره د تصفيې د نويو او مثمرو (ګټندويه) فابريکو (چارځايونو) لکه د کتلستې ريفورمينګ (Catalytic Reforming) پروسې فابريکو د جوړيدو لپاره ګامونه واخيستل شې له تخنيکې او اقتصادی پلوه به لويه لاسته راوړنه وي.
په ټوله کې ويلاي شو چې د بنزين فزيکی – کيمياوی ځانگړتياوو ټاکل يوه مهمه مسئله ده تر هغې چې د کور دننه توليدی بنزين او د هيواد څخه بهر واردونکو پطرولو(بنزينو) کيفيت او همدا ډول د هغوې فزيکې – کيمياوی ځانگړتياوي د ملی او بين المللی نورمونو او ستندردونو مطابق ونه څيړل شې ، په اقتصادی، ټولنيز او روغتيايی پلوه هيواد د لوی ناورين سره مخامخ کيږی.