د بنزین پر ځای د ال پی جی او سی ان جی غازونو کارول او په چاپیریال د هغوې اغیزی

Authors

  • پوهاند دوکتوراسرارالدین گلزاد Author
  • پوهنیار ایمل فهیم Author

Keywords:

کپسول, Automobile, فشار, هوا ککړتيا, کيفيت, CNG, LPG

Abstract

لنډيز

څرنگه چې نن ورځ د چاپيريال ساتنې موضوع په نړيواله کچه يوه ارزښتناکه او بنسټيزه موضوع ده او هر کال د نړۍ د هيوادونو د پانګونې ډيره برخه همدې موضوع ته ځانگړی کيږي.

طبيعی ده چې د نفتی محصولاتو څخه گټه اخيستنه زموږ د ژوند په چاپيريال زياته اغيزه لری له همدې امله د نفتی محصولاتو له جملې بايد د سون هغه ماده وټاکل شې چی په اقتصادی، تخنيکې او چاپيريال ساتنې له اړخه ګټوره وي، په همدې موخه په دغه مقاله کې د بنزين پر ځای د اوبلن نفتی غاز(LPG)او CNG غازونو کارول او په چاپيريال د هغوې اغيزی تر څيړنې لاندي نيول شوی دی.

اوبلن نفتی غاز(LPG) Liquefied Petroleum Gas د پروپان یا بوتان په نوم هم ياديږی دواړه هايدروکاربنې ګازونه د سون وړ دي چې د سون مادی په توګه په پخلنځې او نقليه وسايلو د سون مادی په توګه په کار وړل کيږی.

 واضح ده چې د LPG او CNG غازات د بنزين په پرتله سپک دی او په سپکو موټرونو (Automobiles) کې د نوموړو غازونو کارول له يوه پلوه ارزان او اقتصادی لوئيږی او له بله پلوه د LPG غازات په موتور کې په بشپړه توگه سوځي چې د چاپيريال ساتنې لپاره ډير زيات ارزښت لری.  لوړ کيفيت غازونو کارول د چاپيريال ساتنې تر څنګ د هيواد د انرژی د تامين مهمه سرچينه گڼل کيږی.

Downloads

Published

2026-08-29