دعضوي مقاومو موادو د ککړتیا څیړنه

Authors

  • پوهاند دوکتوراسرارالدین گلزاد Author
  • پوهنیارمحمد یما سعادت Author

Keywords:

فیوران, کلوردان, بیتا هکزان کلورو سایکلو بنزین, دای اکسین, اکسین, ایتلین, پولی کلورو بی فینیل, آلدرین, Pops, DDT

Abstract

 لنډیز :

پدي مقاله کې مو‌‌ږ په مشخص ډول هغه مقاوم ککړعضوي مواد پیژندلی شو چی زمونږ په طبعت کې په پراخه کچه پیدا کیږی چې اغیزي یي تر ډیرو کلونو پورې زمونږ د ژوند په چاپیریال کې باقي پاتي کیږی، ددې کیمیاوي موادو له جملې څخه مو بعضي کیمیاوي مواد لکه دی دی ټی ، آلدرین ، دی آلدرین ، اکسین ، دای اکسین ، اتلین ، پولی کلوروبی فینیل ، فوران او داسي نور مقاوم ککړ مواد او د هغوی غیرصحې استعمال ، خطرناک خاصیتونه ، زیانونه ، ګټې او هغه مرضونه چې ددغه مقاوموککړوعضوی موادود  استعمال څخه منځته راځی اوهره ورځ لس ګونو انسا نانو ژوند اخلی اویا یي د خطرسره مخامخ کوي ترڅیړنو لاندې نیولي شوي. نو اړینه مو و ګڼله چې دا مقاله د چاپ د ټولو اصولو په نظر کې نیولو سره د نشر کولو لپاره آماده کړو.ترڅو مو خپل وطنوال د هغو د ګټو او ضررونو نه خبر کړی وې. او هیره د نه وی چې په دغه علمي مقاله کې د مختلفو داخلي او خارجي معتبرو اخنځلیکونو (مآخذونو) څخه استفاده شوي ده.

Downloads

Published

2026-08-29