په نويو ميتودونو د گازوئيل فزيکی – کيمياوی ځانگړتياوو ټاکل او د هغه ارزښت
Keywords:
Flash Point, Viscosity, Density, Cetane Index, سيتان عدد, نورم او سټنډرډ, کيفيت, GasoilAbstract
لنډيز
څرنگه چی گازوئيل (Gasoil) د انرژی په تامين کې بنسټيز رول لوبوی او همدارنگه گازوئيل په نننې معاصر ژوند او تخنيک کې د بشريت د بنستيزو اړتياوو د پوره کولو او په ځانگړې توگه د توکو په وړلو راوړلو کې د ډيزلې سون توکو په توگه بنسټيزه ماده گڼل کيږی. گازوئيل (Gasoil) او نفتی محصولات په ټوله کې د يو هيواد ملی اقتصاد د ښه کيدو لامل گرځی او د تخنيک او تکنالوژې څرخ په حرکت راولی دا چې گازوئيل يو پيچلې (Complex) نفتی فرکشن دی او د هغه په ترکيب کې زيات شمير کيمياوی ترکيبونه شتون لری، چې د پارافينونو او کړئيوالو کيمیاوی ترکيبونو د لاسته راوړلو ښه سرچينه بلل کیږي نو ځکه د گازوئيل په ټولو فزيکی – کيمياوی ځانگړتياوو پوهاوی اړين دی.
په نويو لارو چارو د گازوئيل (Gasoil) د فزيکی – کيمياوی ځانگړتياوو په ټاکلو کې ځيرتيا اغيزناکې علمی او اقتصادی لاسته راوړنې لری او په دې سربيره د پاک چاپيريال په ساتلو کې ستره ونډه درلودای شې.
په ټوله کې ويلاي شو چې د گازوئيل فزيکی – کيمياوی ځانگړتياوو ټاکنه يوه ارزښتناکه مسئله ده تر هغې چې زموږ کور دننه توليدی گازوئيل (Gasoil)او هيواد ته له بهر څخه د پيرل شويو ډيزلو (Gasoil) کيفيت او د هغوې فزيکې – کيمياوی ځانگړتياوي د نورم او ستندرد سره په انډول کې ونه څيړل شې ، هيواد د ټيکاوو او بحران سره مخامخ کيدای