د عمومی فضا اهمیت او ارزونه په ښار کښی

مطالعه موردی د کابل ښار نهمه ناحیه

Authors

  • فتح خان حیدری Author
  • پوهنیار محمد شفیق صدیقی Author
  • پوهنوال داود شاه فاروق Author

Keywords:

ټولنیزی اړیکی, ښاری پلانونه, ښاری فضا, عمومی فضا

Abstract

په نن عصر کی دخلکو عامه پوهاوی دعامه فضاوو په اړه باندی اود شمیر اشخاصو په زیاته اندازه سیاحت او سفرونه وښارونو ته دعامه فضاوو ارزښت او اهمیت یی ډیر کړی دی، او همدارنګه عامه فضاوی دښاری ژوند په بیا راژوندی کولو کښی یو مهم نقش ادا کوی، داچی دکابل ښاربالخصوص نهمه ناحیه کی عامه فضاوو کمښت یوه جدي ستونزه ده. چی له امله یی دهوا دککړتیا، ترافیکي ستونزو، او ټولنیزو نارضایتونو او دخلکو ترمنځ یی فاصلی زیات کړی دی.

نو په دی تحقیق کښی به هڅه وشی چی په نهمه ناحیه کښی دعامه فضاوو داهمیت ارزونه وشی، او دنوموړی تحقیق روش په ترکیبی ډول باندی صورت نیسی، چی دساحی څخه دمشاهداتی معلومات راټولول او همدرانګه دولتی ادارو څخه دنقشو او پلانونو په اړه معلومات راټولول او ساحی څخه لومړنی سروی ترسره کول دی، په نوموړی ناحیه کښی د شنو ساحو کمښت، د غیر معیاري ودانیو زیاتوالی، او د ښاري پلانونو نشتوالی، دخلکو نه پوهاوی دشهری پلانونو باندی د دې ستونزې اساسي عوامل دي، هغه وړاندیزونه چی نوموړی مشکل حل کوی د شنو ساحو زیاتوالی دپلان مطابق، دمعیاري ودانیو جوړول، او د ښاري پلانونو ترتیب کول او هغه تطبیق کول او همدارنګه خلکو ته دعامه فضاوو دګټی او زیان په اړه عامه پوهاوی ورکول دی.

Downloads

Published

2026-10-13