په افغانستان کې د اوبو منابع مدیریت او پر اقتصاد یې اغېزې

Authors

  • څېړندوی صدیق الله فیضی Author
  • پوهنمل مجیب الله مجیب Author

Keywords:

خوړو امنیت, د اوبو مدیریت, اوبه, اقلیمي بدلون, اقتصادي اغېزې

Abstract

لنډیز

اوبه د هر هېواد د اقتصادي پرمختګ، ټولنیز ثبات او د خلکو د ژوند د کیفیت د ښه والي لپاره اساسي سرچینه ده. کرنه د اقتصاد ملا تیر جوړوي او د وګړو لویه برخه د کرنیزو فعالیتونو له لارې خپل عاید تر لاسه کوي، د هېواد د سیندونو اوبو زیرمو، ځمکې لاندې اوبو او موسمي ورښتونو ناسم مدیریت نه یوازې د کرنیزو حاصلاتو کمښت لامل ګرځي، بلکې پر صنعتي ودې، د انرژۍ تولید او د خوړو پر امنیت مستقیم اغېز کوي .په وروستیو لسیزو کې د اقلیمي بدلونونو، وچکالیو، د اوبو د مؤثر مدیریت پلي کول، لکه: د اوبو د زېرمه کولو بندونه، د اوبو لګولو عصري سیسټومونه او د سیمه ییزو اوبو سرچینو د عادلانه وېش او ورته نور داسې تګلارې کولای شي د افغانستان د اقتصاد پر ودې او د خلکو د ژوند په ښه والي کې مهم رول ولوبوي. یاده څېړنه کې هڅه شوې چې د افغانستان د اوبو د مدیریت اوسنۍ وضعیت، ستونزې او ننګونې وڅېړل شي، څو د هېواد د دوامدار اقتصادي ودې او د خوړو د امنیت د ټینګښت لپاره لاره هواره کړي. د دې څېړنې اهمیت  د افغانستان په ټولنیز اقتصادي پرمختګ، کرنیزې ودې، د انرژۍ په تولید او د پایښت لرونکي انکشاف په تأمینولو کې د اوبو د اغېزمن مدیریت پر بنسټیز رول تمرکز شوی دی. یاده مقاله په توصیفي- تحلیلی تګلاره لیکل شوې چې پایلې، وړاندیزونه او مأخذ لرونکې ده.

Downloads

Published

2026-11-09